ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتيکا کې د اسلامي نظام ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام غونډه شوې

اسلامي نظام ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام ناستو په ترڅ کې پکتيکا ولايت کې غونډه کړې.

په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ګډ پلاوي په ملتيا د ياد وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس مولوي نيک محمد افغاني، مل پلاوي، د پکتيکا والي ملا عبدالخالق عابد، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس حقاني د پيل په وينا کې د اسلامي امارت د خدمتونو يادونه کړې او ویلي يي دي، د اسلامي امارت له راتګ سره سم د پکتيکا مرکز ښرنې په شمول ۱۴ ولسواليو کې ۱۵ ښوونځي جوړ شوي.

نوموړي زیاته کړې، نن بيا هم هڅه کوو چې د دغې غونډې له لارې د ولس لومړنۍ ستونزې واورو او د حل په موخه يې هلې ځلې وکړو.

ورپسي د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې د پکتيکا ولايت ولسونه قهرمان خلک ياد کړي، د هغوی ميړانې يې ستایلي او ویلي يي دي؛ د دې ولايت خلکو ته د تېرو حکومتونو له لوري هيڅ  ډول خدمت نه دی شوى، بلکې د دښمن په سترګه ورته کتل شوي.

نوموړي زياته کړې؛ موږ ډاډ درکوو چې د اسلامي نظام مسولینو ته اوس ستاسو ټولې ستونزې ور معلومي دي، هغوى دې ته ژمن دي چې د مجاهد ولس د خدمت لپار هره شونې لار ولټوي.

ښاغلي احمد له ولسونو غوښتي، چې د دښمن په تبليغاتو و نه غوليږي، حقايق درک کړي، یو شي او د خپل نظام او خاوري په ساتلو کې ونډه واخلي.

د غه راز د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس مولوي نيک محمد افغاني ویلي؛ د اسلامي امارت مسولين هڅه کوي ترڅو د  ولسونو ستونزې حل کړي او د دې کار لپاره يې مختلفو ادارو ته کارونه سپارلي، ښه مثال يې د سرحدونو، قومونواوقبايلو چارو وزارت دی، چې، د قومونو ترمنځ د اتحاد او يووالي ترڅنګ د شخړو حل ته جدې پاملرنه کوي او تاسو يې شاهدان ياست چې په تېرو کلونو کې یې زرګونه منازعې حل کړې دي.

قومي مشرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلامي امارت د کلک ملاتړ ترڅنګ ویلي؛ د نظام او خلکو ترمنځ د داسي ولسي غونډو برابرول په دې دلالت کوي، چې د حکومت او ولس ترمنځ فاصلې نشته، عدل دی، امنيت دی او په پوره صداقت سره د ولسونو خدمت کيږي.

دوی زياته کړې؛ موږ د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ يو ملاتړ يې کوو، په یووالي يې دفاع کوو او پرې به نږدو چې دښمن پري برلاسى شي.