ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون پرانیستل شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۵مه نېټه په بادام باغ څېړنیز او روزنیز فارم کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون پرانیستل شو.

په دغه نندراتون کې د رییس الوزرا سیاسي او اداري مرستیالانو، د کابینې غړو، د خصوصي سکټور استازو او همداراز یو شمېر بزګرانو، مالدارانو او عامو هېوادوالو ګډون کړی وو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو کې د هېواد کرنیز اقلیم ته په اشارې سره وویل؛ افغانستان د حاصل خېزو کرنیزو ځمکو، پاکو اوبو او متنوع اقلیمي شرایطو په لرلو سره د کرنې بالقوه ښه ظرفیتونه او مختلف محصولات لري.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د اسلامي امارت په بیاځلې حاکمیت سره د کرنې سکټور ته پاملرنه زیاته شوې چې له مخې یې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ او د بدیل معیشت مختلفې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.  

نوموړي وویل؛ اسلامي امارت د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې مسلسلې هڅې کوي، څو د کورنیو محصولاتو د ملاتړ او د وارداتو د تعویض مناسب سیاستونه پلي، کرنه میکانیزه، اوبه مدیریت او په دې برخه کې مهم پروګرامونه پلي کړي چې پر بنسټ به یې زموږ محصولات په کور دننه او بهر کې د سیالۍ جوګه شي.

ښاغلي برادر اخوند د ننني نندارتون ارزښت ته په اشارې سره وویل؛ موږ اړتیا لرو چې سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته خپل محصولات ورسوو، خو دا چاره هغه وخت لا ښه پلي کېدی شي، چې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو کیفیت، بسته‌بندۍ، پروسس او ځنځیري ارزښتونو پیاوړتیا ته توجه لا زیاته کړو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ځنځیري ارزښت د پیاوړتیا، پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې هر ډول پانګونې ته هرکلی وایي او د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.

په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند دغه نندارتون د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې مهم وباله او له ټولو بزګرانو، مالدارانو، سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د محصولاتو معیاري توب ته پاملرنه زیاته کړي.

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په ۳۱ نندارتون کې په ۲۶۳ غرفو کې بېلابېل کرنیز او د مالدارۍ محصولات نندارې ته اېښودل شوي چې څلور ورځې به دوام ولري.