ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۲ زره او ۴۰۹ ته ورسېد

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې، کله چې اسرائیلي یرغلګرو پر غزه بریدونه پيل کړي، ۴۲ زره او ۴۰۹ فلسطینیان شیهدان او ۹۹ زره او ۱۵۳ نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هم د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله ۶۵ فلسطینیان شهیدان شوي.

غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله د قربانیانو شمېر ښایي ډېر لوړ وي، ځکه چې شاوخوا ۱۰ زره فلسطینیان تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي.

دې تړانګه کې د صهیونیستي یرغلګرو وحشتونه لا هم دوام لري او هره ورځ لسګونه بې‌ګناه فلسطینیان پکې قرباني کېږي.

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي عسکرو نن سهار وختي د غزې په ښار کې یو کور په نښه کړی، چې پینځه فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي.

د دې تر څنګ د غزې په شمال کې د جبالیا کمپ د سختې پوځي محاصرې ۱۲مه ورځ ده.

د غزې شمال ته بشري مرستې په بشپړ ډول بندې او اوسېدونکي یې د اسرائیلي یرغلګرو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې کلابند دي. صهیونیستي عسکرو د جبالیا په مرکزي ښاري سیمو کې جګړه جاري ساتلې ده.

دغه‌راز په دې سیمه کې د روغتیايي مرکزونو وضعیت بحراني حالت ته رسېدلی.

د کمال عدوان روغتون مسول حسام ابو صفیه الجزیرې ته ویلي، چې د غزې په شمال کې روغتیايي مرکزونه له سخت حالت سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې روغتايي حالت د ناورین تر کچې رسېدلی دی.

اسرائیلي یرغلګرو ۱۲ ورځې وړاندې د غزې په شمال کې بریدونه پيل کړي او سیمه یې سخته محاصره کړې ده.