ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس: نړیوال دې افغانان د نړیوالې ټولنې برخه وګڼي او له تبعیضي چلند دې لاس واخلي

افغانستان کې د اقلیمي بدلون ننګونو او بحران ته د حللارو لټولو او د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو د زیانونو معلومولو په تړاو پرون چهارشنبه د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۲۵ن ېټه د کابل په سرینا هوټل کې (په ټولنه کې د اقلیمي بدلون اغېزو) ترعنوان لاندې یو ورځنی ملي کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص، د مالي او اداري چارو معین ملا سعدالدین سعید، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده، افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن رزا اوتونبایوا، افغانستان کې د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې مېرمن ویرانیکا، د امارتي ادارو استازو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصینو، د ملي او نړیوالو موسسو استازو، د مختلفو ولایتي ادارو مسولینو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

یاد کنفرانس د قران عظیم الشان مبارکو ایتونو په تلاوت پیل او ورپسې د اړیکو دفتر (TLO) موسسې مرستیال انجنیر عبدالرحیم خرم د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په تړو خبرې کړې او ویلي یې دي؛ د دې کنفرانس د جوړیدو موخه دا ده، چې له اقلیمي بدلون څخه د افغانستان د زیانمن کېدو ارقام راټول او تر نړیوالو ورسول شي.

د کنفرانس په لړ کې د ګروپي کارونو پایلې له ګډونوالو سره شریکې شوې، چې پکې ټولو ګډونوالو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه، تر څو چاپېریالي او بشري موضوعات دې نه سیاسي کوي او ژر تر ژره دې د افغانستان ۳۲ ځنډول شوې چاپېریالي پروژې پیل کړي.

د کنفرانس ګډونوالو پر نړیوالو غږ کړی، چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې دې موجوده فرصتونه خلاص کړي، ځکه اقلیمي بدلون پرمختللو هېوادونه رامنځته کړی او دا د دوی مسوولیت دی، چې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

دغه‌راز که اقلیمي ګواښونو ته جدي پاملرنه ونه شي، افغانستان به د یوه لوی ناورین سره مخ شي او نړیوال به هم ترې په امان نه وي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو په تړاو هر اړخیزې خبرې کړې او ټینګار یې کړی، چې افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې هیڅ ونډه نه لري او دا د نړیوالو مسوولیت دی، چې افغانستان ته د اقلیمي بدلون د زیانونو تاوان ورکړي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د متجاوزینو له لوري ډول ډول ناقانونه او ممنوعه اسلحې وکاورل شوې او افغانانو ته یې ډیر مشکلات جوړ کړل.

د ښاغلي خالص په وینا؛ د جګړو او اقتصادي پابندیو سربېره اقلیمي بدلون هم هغه بحران دی، چې افغانان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د اقلیمي بدلون له امله ١٠٤ زره هکتاره کرنیزه ځمکه، ۴۵زره هکتاره باغونه، څه باندې یو لک کورونه او ۱۴ سلنه طبیعي یخچالونه ویجاړ او له منځه تللي دي. همدا راز ۲۱ میلیونه خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

له بلې خوا د نړیوالو تبعیضي چلند دی، چې د مظلومو افغانانو سره یې کوي او که نړیوال له افغانستان څخه همداسې مخ واړوي دا ولس به له ډیرو ستونزو او ناخوالو سره مخ او بیا به نړۍ هم ترې په امان کې نه وي؛ مهاجرتونه به زیات شي او په نړیواله کچه به ناورین رامنځته شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی، چې افغانستان دې د نړیوالې ټولنې غړی وګڼل شي، چاپېریالي او بشري موضوعات دې نه سیاسي کوي، پر افغانستان دې لګول شوي بندیزونه لیرې کړي، د څه باندې ۸۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت دې د افغانستان ۳۲ ځنډول شوې چاپېریالي پروژې پیل کړي او پر نړیوالو چاپېریالي غونډو کې دې د افغانستان اسلامي امارت استازو ته د ګډون بلنه ورکړي.

ښاغلي خالص له ملګرو ملتونو او نړیوالو ارګانونو غوښتي، چې په اذربایجان هېواد کې دې د اقلیمي بدلون نړیوالو کنفرانس (COP29) کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولینو د ګډون زمینه مساعده کړي، ترڅو د افغانانو ستونزې له نړیوالو سره شریکې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن رزا اوتونبایوا هم د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په هکله خبرې کړې او ویلي یې دي، چې موږ په ټولو نړیوالو غونډو کې د افغانستان ستونزې تر نړیوالو رسولې او رسوو یې او دا زموږ مسولیت دی.

نوموړې زیاته کړې، چې موږ به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو او دا زموږ ټولو ګډ مسوولیت دی، چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت په برخه کې ګډې هڅې وکړو.

د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې اغلې ویرانیکا هم پخپلو خبرو کې ویلي، چې اقلیمي بدلون یوه جدي مسله ده او موږ دې ته ژمن یو، چې په دې برخه کې کار وکړو.

نوموړې زیاته کړې، چې اقلیمي بدلون زموږ د اجنډا د سر موضوع ده او په دې برخه کې مو د ۹۰ میلیونه یورو په ارزښت بودیجه ځانګړې کړې ده.

د غونډې په لړ کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده او د یاد وزارت ارشد سلاکار ډاکټر فاروق اعظم هم د اقلیمي بدلون په تړاو هر اړخیزې خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د کرنې، مالداري او نورو سکتورونو سربېره د افغانستان د اوبو سکټور هم د اقلیمي بدلون له امله ډیر زیات اغېزمن شوی.

دوی له نړیوالو غوښتي، چې له امارتي ادارو سره باید په ګډه همکارۍ او همغږۍ کار وکړي او چاپېریالي موضوعات دې نه سیاسي کوي.

د يادونې وړ ده، چې ياد کنفرانس د اړیکو دفتر (TLO) موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی و.