ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له هرې ممکنه لارې د سوداګرو، پانګوالو او صنعت‌کارانو ملاتړ کوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ۳۱م نندارتون د پرانستې په مراسموکې ګډون او وینا وکړه.

په دغه نندارتون کې د ریاست الوزرا پراقتصادي اواداري مرستیالانو (ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي) سربېره، د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، ګڼ شمېر پانګوالو، صنعتکاراتو، بهرنیو ډیپلوماتانو او عامو هېوادوالو هم ګډون کړی و.

مولوي عبدالکبیر د وینا پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت له رهبري او د دې نندارتون له جوړوونکو مننه کړې او دا یې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو د معرفۍ لپاره غوره لاره بللې ده.

نوموړي ویلي، چې افغانستان د نړیوالو او سیمه‌ییزو لپاره د خوښې وړ با کیفیته کرنیز محصولات لري، خو له بده مرغه چې اکثره وخت دغه محصولات نړیوالو بازارونو ته نه رسېږي.

هیله ده سږ کال د افغانستان تازه او وچې مېوې د تېر کال په پرتله په لوړ کمیت او کیفیت بهر ته صادرې شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې د افغانستان مېوې او نور تولیدات په ځانګړنې توګه قالینې به له دې وروسته د افغانستان په نامه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي او افغانستان به په نړیوال اقتصادي میدان کې خپل ځای او نوم نیسي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ اسلامي امارت له هرې ممکنه لارې د خپلو سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو ملاتړ کوي او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د توکو رسول زموږ د ټولو دنده ده.

دغه‌راز د افغانستان د کرنې او مالداري سکټور ښه ظرفیتونه لري او په کورنیو او بهرنیو شرکتونو او کمپنیو یې غږ کړی، چې د افغانستان د کرنې او مالداري په سکټور کې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت هوډ لري، چې د کرنې په مکانیزه کولو او د اوبو رسولو سیستم په عصري کولو سره د کرنې او مالداري د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او په دې برخه کې د نړیوالو ادارو او خصوصي پانګوالو ونډه مهمه ده.

نوموړي د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت له مسولینو غوښتي، تر څو هېواد کې د لبنیاتو، اصلاح شویو تخمونو او د کرنې مکانیزه کولو ته اساسي پاملرنه وکړي او مسولې ادارې دې پر هغو پروژو تمرکز ډېر کړي، چې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا، ځوانانو ته د کار په موندلو او بزګرانو ته د ډېر عاید په برابرولو کې مهمې ثابتېږي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت غواړي افغانستان د غلو دانو له اړخه پر ځان بسیا کړي. د همدې لپاره د قوشتېپې کانال، د لغمان شاهي کانال او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د اوبو د مهارولو د بندنو او کانالونو جوړل پیل کړې دي.

نوموړي په ګاونډیو او د سیمې هېوادونو غږ کړی، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي، لارې بندې نه کړي او اجازه ورکړي، چې د افغانستان کرنیز محصولات او تولیدات نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ اسلامي امارت په خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمي او نړۍ په ګټه بولي، له همدې امله له ټولو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د زېربناوو په جوړولو او اقتصادي پیاوړتیا کې پانګونه وکړي.