ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د افغانانو د شهادت ګنګوسې؛ د موضوع تر روښانتیا وروسته به اړین تصمیم ونیول شي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمير افغانانو د شهادت او ټپي کېدو په اړه د خپرېدونکو ګنګوسو په تړاو د اسلامي امارت بېلابېل ارګانونه او ډیپلوماټیکې استازولۍ پلټنې او تحقیقات کوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ دا چې د پېښې سیمه له هېواده بهر ښودل کېږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي، د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کې اړین تصميم ونيول شي.

د ایران او پاکستان تر منځ ګلګان سرحدي سیمه کې د ایراني ځواکونو له لوري د لسګونه افغانانو د شهادت او ټپي کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي.

ویل کېږي، چې یاد افغانان ایران ته د اوښتلو پر مهال د دې هېواد د پوله‌ساتو عسکرو تر برید لاندې راغلي.

پر ټولنیزو رسنیو کې پر بېلابېلو ویډیوګانو کې ګڼ شمېر ټپیان هم لیدل کېږي.

د راپورونو له مخې، د ایراني عسکرو له لوري شاوخوا ۲۵۰ افغانان شهیدان او یا هم ټپیان شوي دي.