ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غزې په شمال کې لوږه او د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو او کلابندۍ دوام!

د فلسطین روغتیايي چارواکو د غزې په شمال کې د درېیو روغتونونو لپاره د بشرپاله دهلیز غوښتنه کړې، ځکه چې دا روغتونونه په تېرو دوو اونیو کې د اسرائیلي یرغلګرو د ځمکنیو بریدونو او د سیمې له کلابندۍ وروسته له سقوط سره مخ دي.

اسرائیلي عسکرو ۱۳ ورځې وړاندې د غزې په شمال جبالیا کمپ کې د کمال عدوان، العوده او اندونیزیايي روغتونونو پرسونل ته د تخلیې امر کړی و، خو د یادو روغتونونو ډاکټران لا هم د خپلو ناروغانو پرېښودو ته چمتو نه دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د کمال عدوان روغتون مشر حسام ابو صفیه پرون چهارشنبه ویلي: “موږ په نړیواله ټولنه، سور صلیب او د روغتیا پر نړیوال سازمان غږ کوو، چې زموږ د روغتیايي سیسټم پر لور د دهلیز په پرانیستلو سره خپل بشرپاله رول ولوبوي او تېلو، روغتیايي او خوراکي توکو او طبي پرسونل ته د راتګ اجازه ورکړي.”

نوموړي زیاته کړې: “موږ په کمال عدوان روغتون کې له ۳۰۰ زیات پرسونل لرو، چې یوازې یو وخت خواړه هم نه شو ورته چمتو کولای، تر څو په ښه ډول روغتیايي خدمات وړاندې کړي.”

اسرائیلو پر جبالیا سربېره پر بیت حانون او بیت لاهیه سیمو هم بریدونه کړي دي.

دا سیمه د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په پرله‌پسې ډول د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي او ځمکنیو بریدونو لاندې راغلې ده.

د فلسطین د ملکي دفاع اداره وايي، چې شمالي غزه له وروستي برید وروسته په بشپړ ډول کلابنده ده.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې شاوخوا ۴۰۰ زره فلسطینیان د غزې په شمال کې کلابند دي او د اسرائیلي بمباریو، نښه‌ویشتونکو، ځمکنیو عسکرو او کلابندۍ له امله نه‌شي وتلای.

د فلسطین د ملکي دفاع ادارې په وینا؛ له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې یادې سیمې ته هېڅ خواړه نه دي لېږل شوي.

د یاد ادارې ویاند محمود بسال وايي: “دوی یوازې کلابند نه دي، بلکې خواړه، اوبه او درمل هم نه لري.”

نوموړي زیاته کړې، چې روغتیايي توکي هم په کمېدو دي.

د غزې روغتیايي مسولین وايي، چې جبالیا کمپ او شاوخوا سیمو کې د اسرائیلي یرغلګرو د روانې کلابندۍ او بریدونو له امله شاوخوا ۳۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

دغه‌راز د لسګونه فلسطینیانو جسدونه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې پاتې دي.