ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: له بلوچستانه رهبري کېدونکې د فتنه‌ګرو ډله په غور کې له منځه یووړل شوه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي؛ د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري د فتنه‌ګرو هغه ډله له منځه‌ یووړل شوه، چې غور ولایت کې یې پر اهل‌تشیع هېوادوالو د برید سربېره په کابل او بامیان ولایتونو کې په ترسره شویو یو لړ بریدونو کې لاس درلود.

د ښاغلي مجاهد په وینا؛ پرون ( یکشنبه، د تلې ۲۹مه) د غور مرکز اړوند مارکو سیمه کې د دوی پر یو پټنځای عمليات شوي، چې په پاېله کې یې د دوی مشر او يو بل مهم کس وژل شوي دي.

دغه‌راز له دوی څخه يوه اندازه وسله، مهمات، لاسي بمونه او منفجره مواد هم نیول شوي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ چې دغه ډله په بلوچستان کې د داعش ډلې له مرکزونه رهبري کېده او له هغه ځای څخه یې د داعش د خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه بریدونه کول.

د يادونې وړ ده، چې د دوی يو شمير نور ملګري هم بلوچستان ته د تيښتې په حال کې په لاره نيول شوي دي.

یادې ډلې د تېرې ربیع‌الاول میاشتې په نهمه (د سنبلې په ۲۳مه) د غور په مرکز کې په ملکي اهل‌تشیع هېوادوالو برید کړی و او تر شلو پورې هېوادوالو ته یې تلفات اړولي وو.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي: “له تيرې اونۍ راهیسې د دوی پر ضد د اسلامي امارت د ځانګړو مجاهدو ځواکونو عمليات پيل شوي، د لوی الله په نصرت د عملیاتو په پايله کې د فتنه‌ګرو د دې وحشي ګروپ يو شمير کسان نیول شوي او په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.”