ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هېواد کې د خصوصي سکټور ملاتړ کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (دوشنبه، د تلې ۳۰مه) د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې د رییس قاضي غلام سخي په مشري د کابل د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې راغلو مسولینو د یادې اتحادیې او په افغانستان کې د خصوصي ښوونځیو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي؛ دا مهال افغانستان کې ۳ زره او ۷۵۰ خصوصي ښوونځي فعالیت لري، چې څه باندې یو نیم میلیون زده‌کوونکي په زده‌کړو پکې بوخت دي.

یادو مسولینو زیاته کړې، چې تېر کال هم په کانکور ازموینه کې لس ممتاز زده‌کوونکي د خصوصي ښوونځیو ثمره وه.

دغه‌راز خصوصي ښوونځي د اسلامي امارت تر چتر لاندې د پوهنې له وزارت سره اوږه پر اوږه ولاړ او له سیاسي موخو پرته د هېواد د بچیانو د روزنې مسولیت پر غاړه لري.

دوی همدارنګه د خصوصي ښوونځيو اړوند ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خصوصي ښوونځیو د فعالیت ستاینه کړې او له هغوی یې مننه کړې، چې د هېواد د راتلونکي نسل د روزنې لپاره هڅې کوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او د خصوصي ښوونځیو پر وړاندې یې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.