ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د څه باندې ۷.۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه کانال او سربند د جوړولو چارې پيل شوې

ننګرهار کې د ۷ میلیونه او ۶۳۷ زره افغانيو په ارزښت د يوه کانال او سربند د جوړولو چارې پيل شوې.

یاد کانال او سربند چې د خوږیاڼیو ولسوالۍ په وزیرو کې، د UNDP په مالي لګښت او د اکشن ايډ په تخنيکي همکارۍ جوړېږي، چارې یې د ننګرهار د مرستیال والي مولوي عزيزالله مصطفی له لوري پيل شوې.

د يادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې مولوي عزيزالله مصطفی ویلي، چې هېواد کې شاوخوا ۴۰ کاله جګړه تېره شوې او ډيرې ابادۍ ته اړتيا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې له نظامي بريا وروسته به د ابادۍ، پرمختګ او ځان بساينې په برخه کې لابريالي کيږو.

د ښاغلي مصطفی په وینا؛ هېواد کې د اقتصادي پرمختګ په موخه هڅې زياتې شوې او دا ځل به اقتصادي جګړه هم ګټو.

مرستیال والي د UNDP او اکشن ايډ موسسې له مسولينو مننه کړې او په نورو ولسوالیو کې یې هم د دا ډول پروژو د پلې کولو غوښتنه کړې ده.

د علماوو شورا مرستيال شيخ لعل محمد صديقي ویلي، چې عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله ابادۍ او پرمختګ ته ژمن دی او مسولينو ته يې سپارښتنه کړې، چې د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې ډيرې پروژې پلې کړي.

نوموړي له مرستندويه موسسو غوښتنه کړې، چې لیرو پرتو سيمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کرنې ریيس مولوي محمد ولي محسن ویلي؛ دغه کانال د دوی تر څارنې لاندې جوړيږي، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د سيمې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې هڅه کوي تر څو په نورو ولسواليو کې هم د کرنې، اوبو لګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې ګټورې پروژې پلې کړي.

د ننګرهار د اقتصاد ریيس مولوي عطاء الرحمن فاتح ویلي، چې اداره يې ټولو سکتورونو ته پر وخت پروژې ور وپېژني او له موسسو سره کاملاً هکماري لري.

نوموړي له موسسو څخه د نورو پروژو پلې کولو او له ولس څخه د پروژو په ساتنه کې د همکارۍ غوښتنې کړې دي.

د اکشن ايډ موسسې ریيس عبدالواسع حنفي د ولایت مقام او اړونده ادارو له مسولينو مننه کړې، چې په چارو کې همکاري ورسره کوي.

نوموړي ویلي، چې د UNDP په مالي مرسته د ۸۰۰ متره په اوږدوالي يو کانال جوړوي او ۷۲ متره سربند رغوي.

همدا راز د کانال او سربند په دواړو خواو کې ۳۰– ۳۰ متره استنادي ديوالونه جوړوي، چې ۲۵۰۰ کسانو ته به د کار زمينه پکې برابره او پر بنسټ به یې ۷ زره او ۲۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د يادې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې قومي مخورو د احمد خېلو پُل رغونې، په همدې ساحه کې د يو استنادي ديوال جوړولو او نورو پروژو غوښتنه کړې، چې د مرستيال والي له لوري ډاډ ورکړل شوی.