ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۰۳ کال کې ۴.۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ له ریموټ سنسینګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د تحلیل پر بنسټ یې د هېواد په کچه په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې، چې له مخې یې په ټول هېواد کې شاوخوا ۴.۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي.

دا ارقام د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې اټکل له مخې، په یاد کال کې د غنمو تر کښت لاندې ټوله ساحه ۲.۱۲ میلیونه هکټاره ګڼل شوې، چې له جملې یې ۱.۳۸ میلیونه هکټاره اوبیزه او ۷۳۶ زره هکټاره يې للمي ده.

ترلاسه شویو ارقامو ته په کتو د غنمو تر کښت لاندې ساحه په دې کال کې شاوخوا ۷۰ سلنه د هېواد تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه رانغاړي.

لاسته راغلي ارقام ښيي، چې په روان کال کې د تېر کال په پرتله ۲.۸سلنه تر کښت لاندې اوبیزو او ۸.۲ سلنه تر کښت لاندې للمي ځمکو کې زیاتوالی راغلی. اساسي لامل یې د کوکنارو پرځای د غنمو کښت او پر وخت د موسمي بارانونو زیاتوالی دی.

تر ټولو زیات پر اوبیزو ځمکو د غنمو کښت په هلمند، کندهار، فراه او کندوز او ترټولو زیات للمي غنم په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې کرل شوي دي.

د نفوسو اټکل ته په پام، په هېواد کې شاوخوا ۶.۸۲ میلیونه مټریک ټنو غنمو ته اړتیا ده، چې په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو تولید ته په پام شاوخوا ۲ میلیونه مټریک ټنه کموالی ښيي.

د یادولو وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي اداره د جغرافیايي معلوماتو په سېسټم کې سپوږمکیز انځورونه د کښت له وخت تر محصول پورې تحلیل او تجزیه او ارقام یې وړاندې کوي.