د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له لوري د لیدلو معلولیت لرونکو کسانو لپاره د چمتووالي دورې نصاب نهايي او چاپ ته چمتو شو.
د یادې ادارې د نصاب ریاست مسوولین وايي، چې دغه نصاب د پوهنتونونو د استادانو په ګډون د چارو کارپوهانو او متخصصینو په همکارۍ سره نهايي شوی دی.
د ځانګړو زده کړو ښوونیز مرکزونه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له مهمو ښوونیزو برخو څخه ګڼل کېږي، چې په ټول هېواد کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو خلکو ته په مسلکي توګه ښوونه او روزنه ورکوي.
د يادونې وړ ده، چې د دې ادارې د ځانګړو زدهکړو په ښوونیز مرکزونو کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د اورېدلو او ليد معلوليت لرونکي سلګونه زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي.