ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په پیل کې روزا اوتنبایوا له افغانانو سره د اسلامي امارت د چارواکو او مشرانو پر لیدنو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د خپل وروستي سفر په لړ کې یې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د مرستو راجلبولو په هکله خبرې کړې او یوناما د راتلونکي ژمي د اړتیا وړ مرستو یوه برخه ترلاسه کړې ده.

مېرمن اوتنبایوا د افغانستان د کرنیزو صادراتو پر وړاندې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د پولو تړل د افغان بزګرانو پر زیان بللي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت دې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي او یوناما هم د دې ستونزو د حل هڅې کوي.

نوموړې په کابل کې وروستي سوداګریز نندارتونونه د افغان محصولاتو د معرفي کېدو لپاره ارزښتمن بللي او ویلي یې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یوناما افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې څرګنده کړې، چې افغانستان کې د نشه‌يي توکو د له منځه تللو بدیل کښت او روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ هوډ لري.

نوموړې له نشه‌یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون د کار پیل غوره اقدام بللی دی.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، د هغې نوې ټاکل شوې مرستیالې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې له نشه‌یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون طرزالعمل کارونه به ژر بشپړ شي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د اسلامي اصولو پر بنسټ خپلې چارې پر مخ وړي، که چیرې له کوم لوري سره اندېښنه وي اسلامي امارت یې په اړه خبرې ورسره کولای شي. همداراز دې یوناما د یو شمېر مسائلو په هکله مسؤلانه چلند وکړي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ په نږدې ورځو کې به د یوناما په ګډون کابل کې له بهرنیو سفارتونو سره له نشه‌یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون ګډه غونډه جوړه او پر یو شمېر اړینو موضوعاتو به خبرې وشي.