ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۱۴۰۳ کال وږي میاشتې په صادراتو کې د ۷۰.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت زیاتوالی راغلی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۳.۹ ميليونه ډالرو او د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۴.۱ ميليونه ډالرو ته رسېږي.

حال دا، چې د ۱۴۰۳ کال په زمري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۳.۳ میلیونو ډالرو ته رسید.

د ارقامو دا تحلیل ښيي چې د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو ارزښت د زمري مياشتې د صادراتو په پرتله ۷۰.۶ ميليونه ډالر زیاتوالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۱۰۱۱.۱ میلیونو ډالرو ته رسیده، چې د همدې کال په وږي مياشت کې د ۵۷ میلیونو ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په وږي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غيرې محصولي واردات، د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته، شامل دي.