ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ ندا محمد ندیم د لوګر د لوړو زده‌کړو له موسسې څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او مل پلاوي لوګر ته د سفر په ترڅ کې د لوګر د لوړو زده‌کړو له موسسې څخه لېدنه کړې.

د دې تر څنګ شیخ ندا محمد ندیم د لوګر له والي، د لوړو زده‌کړو موسسې رهبري پلاوي، د ملکي او نظامي ادارو مسولینو، دیني علماء کرامو، د یادې موسسې استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو په غونډه کې ګډون کړی او د دینې او عصري زده‌کړو پر ارزښت یې خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په عصري زده‌کړو سره په هېواد کې روغتیایي، اقتصادي او نور تحصیلي پرمختګونه منځته راځي او هېواد به له خپلو شته مادي او طبیعي امکاناتو څخه د ښې هوساینې څښتن شي.

ښاغلي ندیم ځوانان د نن ورځې محصلان او د سبا ورځې امیران، وزیران، معینان، والیان، رییسان او نور لوړ رتبه مسولین یاد کړي او پر استادانو یې غږ کړی، چې د خپلو محصلانو علمي، مسلکي فکري او عقیدوي روزنې ته پوره پام وکړي.

وروسته د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني هم د عصري او دیني علومو پر زده‌کړې او سالم فکر جوړونې ټینګار کړی او پر محصلانو یې غږ کړی، چې د تېرې جمهوري ادارې له کړنو او ناخوالو دې سالمې تجربې واخلي.

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د لوړو زده‌کړو وزارت له رهبري څخه په مننې د دې موسسې درې کلنې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې او غوښتنې د لوړو زده‌کړو له وزیر سره شریکې کړې.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده‌کړو وزیر د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې د تحصیلي بنسټونو او دیني جامعاتو او تخصصاتو، مسولینو، استادانو، فاضلانو، محصلانو او د غونډو ټولو ګډونوالو ته د وینا پر مهال د امر با المعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوي قانون او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تطبیق او عملي کېدو په اړه اړینې سپارښتنې او توصیې کړې دي.

نوموړي په ټولو ناستو کې استادانو او محصلانو ته د یاد قانون د پابندۍ په اړه ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې موږ او تاسې ټول باید د شرعیت په تطبیق او عملي کېدو کې له اولینو او سابقینو څخه واوسو، ځکه چې دا یو شرعي او اسلامي قانون دی.