د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ترکیې پلازمېنې انقرې ته نږدې د فضایي صنعت پر یوه فابریکه ‘توساش’ وسلهوال برید غندلی او د ترکیې دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته یې د تلسیت مراتب وړاندې کړي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې برید خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یاد برید د غندنې ترڅنګ د ترکیې دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته د دې غمجنې پېښې په اړه د تسلیت مراتب وړاندي کوي او هیله څرګندوي چې د ترکیې قدرمن ولس او دولت له ورته دردمنو پېښو سره بیا مخ نه شي.”
پرون د ترکیې پلازمېنه انقرې ته نږدې د فضایي صنعت پر یوه فابریکه وسلهوالو برید کړی، چې لږ تر لږه پینځه کسان پکې وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی، خو ترکي چارواکو ویلي، چې په تړاو یې پلټنې کوي.
یاد برید د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په شمول ګڼو ترکي او نړیوالو چارواکو غندلی دی.