د جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۳۰هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۸/۱۱ هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۴۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۳ تنه و، کابل، کنړ او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۰ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره ټولې ۲۷۸ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په تورخم کې ۲۶۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۲۴۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې ۱۳۲ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۲۵۴ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۲۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو ته وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۷۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۷۴۴ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۲ کورنیو سره ټولې ۵۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۷۳ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۰۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۲ کورنیو سره ټولې ۷۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۶ تنه و، کندز، بغلان، بلخ، تخار، بدخشان او سرپل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰۳ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۲۲ کورنۍ او ۹۳۵ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۵۷ کورنۍ او ۲۴۹ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۲۴ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۳۴ عدده