د پروان ولایت په سرخپارسا، سیاګرد، شیخعلي ولسوالیو او د دې ولایت په نورو اړوندو سیمو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په همکارۍ د ۱۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په مجموعي ارزښت د استنادي دیوال، سربند او پلچک جوړولو د شپږو وقایوي پروژو کار پيل شو.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې تیارۍ رییس د پروژو د کار په پرانیست غونډه کې، چې پکې سیمهییز چارواکو او د سیمې خلکو ګډون کړی وو ویلي؛ دغه پروژې له پېښو سره د مبارزې تیارۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د یاد ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي، چې کیفیت ته به یې جدي پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړې؛ د دې ډول پروژو په پلي کولو سره به د سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو کچه کمه شي.
همداراز یې له موسسو غوښتي، چې په وقایوي پروژو کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د شینواري ولسوالۍ د کجکان کلي ۷۲ متره د کانال سربند او استنادي دیوال جوړول، په سیاګرد ولسوالۍ کې د استنادي دیوال او سربند جوړول، په دهنو کلي کې د ۴۵۰ متره استنادي دیوال جوړول، په سرخپارسا ولسوالۍ کې د تیرکوه کانال د سربند ترمیم، په شیخعلي ولسوالۍ کې د پلچک جوړول او په ګنبد کلي کې د کانال سربند جوړول پیل شوي دي، چې په بشپړېدو سره به یادې سیمې او یو شمېر نورې سیمې د سېلابونو له خطر څخه خوندي پاتې شي.

