نن سهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدر کې د اورلګېدنې له سیمې څخه لیدنه وکړه او د اورلګېدنې له امله د زیانمنو شویو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د دې لیدنې پرمهال ملا نورالدین ترابي وویل، په سیمه کې ګډ ټیمونه شتون لري او د اورلګېدنې د پېښې رامنځته کېدو د څرنګوالي څېړلو او له سروې وروسته به له زیانمنو سره د مرستو اړین تصمیمونه ونیول وشي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د اطفائیې ټیمونه په لومړیو ساعتونو کې د پېښې ځای ته رسېدلي او د اور د خپرېدو مخه یې نیولې.
همدارنګه د دې پېښې زیانمنو د اطفائیې ګډو ټیمونو او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له مشرتابه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ د اړینو همکاریو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې اورلګېدنې له امله انساني تلفات او مالي زیانونه رامنځته شوي، چې دقیق راپور به یې له بشپړې ارزونې وروسته شریک شي.
همدارنګه د ګاز ټانکر ټوټې د اورلګېدنې ځای څخه دوه کیلومتره شاوخوا ته غورځېدلې او ځایي خلکو ته یې مالي زیان رسولی دی.