د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، د بادغیس ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۰ زره او ۴۱۹ کسانو ته برېښنایې او ۲۴ زره او ۴۰۲ نورو غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلي دي.
د بادغیس ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې شاوخوا څلور زره او ۲۰۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، تر لس زرو زیاتو کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید او دوه زره او ۲۲۴ نورو هېوادوالو ته د ژوند پېښو ( یو زر او ۸۸۵ زېږون کارتونه او ۳۳۹ د مړینې پارچې) خدمتونه وړاندې کړي.
همدارنګه په دې ولایت کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۱۲ کسانو تر وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي دي.
د دې ترڅنګ په همدې موده کې له بازار څخه د یو زر او ۷۴۰ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې راټولې شوې دي.