ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت د پنجشیر رخه روغتون ته د ۸۰ زره ډالرو په ارزښت طبي او غیر طبي وسایل ورکړل

عامې روغتیا وزارت وايي؛ د پنجشیر ولایت رخه روغتون ته یې د ۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي اوغیر طبي وسایل ورکړي دي.

 د پنجشیر عامې روغتیا رییس ډاکټر حجت الله محمدي د دغو وسایلو د ورکړې په مراسمو کې ويلي؛ چې د (ICRC) موسسې په مالي همکارۍ د پنجشیر رخه روغتون ته ورکړل شویو وسایلو کې ۸۰ کیلو واټه جنراتور، ترانسفرمر، د عملیات میز، مونیټور او نور وسایل شامل دي.

یاد وزارت همداراز د خوست ولایتي تخصصي روغتون کې د شاوخوا ۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د زون په کچه د فیسټولا عملیاتونو څانګه فعاله کړې.

 په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د خوست عامې روغتیا رییس ډاکتر احمد مجاهد ویلي؛ د فیسټولا ناروغیو دغه څانګه د MSF او UNFPA موسسې په مالي لګښت جوړه شوه، چې په ټولو اړونده تجهیزاتو سمبال ده.

 نوموړي دغه راز زیاته کړې، په یاده څانګه کې به د فیسټولا ټول عملیاتونه د مرکز کابل ملالۍ روغتون د ښځینه ټرينر متخصصينو او روغتتیايي پرسونل په همکارۍ په وړیا توګه ترسره کېږي.

د ارزګان ولایتي روغتون کې هم د عامې روغتیا وزارت له لوري د هیموډیالیز څانګه فعاله شوې.

 په دې سره د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د هیموډیالیز خدمات فعال شوي، چې د روغتیايي خدماتو برخه کې لویه لاسته راوړنه بلل کېږي.

د یادونې ده، چې پاتې نورو ولایتونو کې به هم د هیموډیالیز څانګې ډیر ژر په فعالیت پیل وکړي.