د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي؛ د سرحدي پلټنو رییس مولوي غلام صدیق سباوون په مشرۍ یوه پلاوي د کونړ ناړۍ، شېګل، دانګام، مرورې، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو څخه لیدنه او څارنه کړې.
یاد پلاوي لومړی د دغه ولایت له والي قدرت الله ابوحمزه سره لیدنه کړې او د یادو ولسوالیو د پلټنې او څار په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.
په دې لیدنه کې د کونړ والي قدرت الله ابوحمزه د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي؛ د هېواد د ټولو سرحدي پولو او ډیورنډ فرضي کرښې څارنه یو لازمي امر دی، چې باید وخت په وخت ترسره شي ترڅو د سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې د خوندیتوب لامل شي.
ورپسې د سرحدي پلټنو رییس د هېواد له سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې څارنه خپل مسولیت یاد کړی او ویلي يې دي؛ لکه څرنګه چې مو په تېرو دوو لسیزو کې د هېواد د خپلواکۍ او د اسلامي نظام د قیام لپاره د دښمنانو مقابله وکړه، همدارنګه اوس هم د خپلې خاورې او سرحدونو څخه څارنې او دفاع ته چمتو یو.
مولوي غلام صدیق سباوون ولس ته ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، چې په خپله دنده کې به بې غوري و نه کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم د یاد پلاوي له لوري د پکتیکا، لوګر، خوست او بدخشان ولایتونو سرحدي پولي او ډیورنډ فرضي کرښې څارنه او بررسي شوې وه.