د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷۲ زره او ۶۱۵ کسانو ته برېښنایي او ۲۰ زره او ۷۶۱ نورو غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په دې ولايت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې شاوخوا ۱۱ زره او ۹۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، شپږ زره او ۵۹۰ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید، دوه زره او ۲۱۲ کسانو ته د الکترونیکي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه او دوه زره او اتو نورو هېوادوالو ته د ژوند پېښو (یو زر او ۹۱۶ زېږون کارتونه او ۹۲ د مړینې پارچې) خدمتونه وړاندې کړي.
همدارنګه په یاد ولایت کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مشخصو فورمو له لارې د اقتصادي او ټولنیزې برخې ارقام او معلومات راټول، د خواړو خوندیتوب له سروې څارنه او ترڅنګ یې له بازار څخه د ۲۹۰ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو اړوند معلومات هم راټول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکړای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.