د وړو مالي تمویلوونکو موسسو د تنظیم او څارنې مقرره!
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، دا مقرره د افغانستان بانک قانون د ۷۰مې او ۱۲۳مې مادو او حکومتي پر بنسټ ترتیب او وضع شوې ده.
یاد معاونیت زیاتوي؛ چې د دې مقررې عمومي موخې، د خلکو په ځانګړي ډول د بې وزلو د اقتصادي هوساینې په موخه د وړو مالي تمویلوونکو برخې لپاره د ځواب ویوونکي، شفافه او پایدار چارپیریال (ایکو سیستم) رامنځته کول، ساتل او څارل دي.
د لویو موخو ترلاسه کولو لپاره فرعي موخې په لاندې ډول دي:
د وړو مالي تمویلوونکو برحې/ سکتور د سیستماتیک پرمختګ او پایدارې ودې لپاره د اړتیا وړ اداري جوړښت رامنځته کول، ساتل او څارل.
د وړو مالي تمویلوونکو موسسو او نورو هغو ادارو، چې په یاد سکټور کې فعالیت کوي، د جواز صادرولو، تمدیدولو ځنډولو او لغوه کولو لپاره شرایط ټاکل.
د دې مقررې د عمومي موخو ترلاسه کولو لپاره د وړو مالي تمویلونو سکټور تسهیلوونکو ادارو د کړنو او د اجرااتو تظیمول او څارل.
د مقررې پلي کېدو ساحه:
دا مقرره په هغو سوداګریزو بانکونو او د بهرنیو بانکونو په نماینده ګیو باندې چې غواړي د ځانګړو دریڅو له لارې د وړو مالي تمویلونو خدمتونو وړاندې کړل، د پلي کېدو وړ ده.
دا مقرره په وړو مالي تمویلونو (سپارنې نه اخېستونکو) موسسو او په هغو تسهیل کوونکو ادارو باندې چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د وړو مالي تمویلوونکو د کړنو د ملاتړ په موخه فعالیت کوي، د پلي کېدو وړ ده.