د ټولګټو وزارت د اوسپينزې کرښې د مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ مل پلاوي د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه دغه هېواد ته د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر وکړ.
ټاکل شوې ده، د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال تر سرپرستۍ لاندې مل پلاوی د دغه سفر په جريان کې د ايران هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې او نورو اړونده ادارو سره د خواف-هرات د اوسپنيزې کرښې له لارې د انتقالاتو پر زياتوالي او دوه اړخيزو ريلي همکاريو په تړاو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د خواف-هرات له لارې د سوداګريزو توکو انتقالات جريان لري او د دغه مسير يو شمېر برخې هم تر کار لاندې دي.