ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت د هېواد ګمرکي چارو نږدې ۱۹ سلنه پرمختګ کړی

مالیې وزارت وايي؛ د روان کال د تلې په میاشت کې د هېواد ګمرکي چارو ۱۸.۸ سلنه پرمختګ کړی.

د یاد وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال د تلې په میاشت کې په ګمرکونو کې د ترسره شویو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته وشوه.

په دغه ناسته کي د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال د تلې په میاشت کې په ګمرکونو کې د ترسره شویو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندي شو.

په یاده موده کې د عوایدو د راټولېدو، د هېواد په ګمرکونو کې د ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول، چې له مخي یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چارې ۱۸.۸ سلنه مثبتې ښودل شوې دي.

د وړاندې شوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه شوي او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسولینو ستونزې او وړاندیزونه اوریدل شوي، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شوی او ورسره اړینې سپارښتنې هم شریکې شوې دي.