د کابل ښار خوشحال خان مېنه کې د روان کال چنګاښ میاشتې راهیسې د الکترونیکي پیژندپاڼو وېش څانګې فعالیت پیل کړی، چې شاوخوا ۱۲ زره هېوادوالو ته یې الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.
د خوشحال خان مېنې د الکترونیکي پیژندپاڼو وېش څانګې عمومي مدیر محمد عظیم خپلواک وايي، چې دې څانګې ته اوسمهال په ورځني ډول شاوخوا ۴۰۰ غوښتونکي د الکترونیکي پیژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه په موخه مراجعه کوي.
ښاغلی خپلواک زیاتوي؛ چې په دې څانګه کې د نویو الکترونیکي پیژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او د دې څانګې له فعالیت راهیسې تر دې دمه شاوخوا زر هېوادوالو ته د زېږون او ودونو د ثبت، مثنی تذکرې او تذکرې نوي کولو خدمتونه وړاندې شوي دي.
هېوادوال د الکترونیکي پیژندپاڼو د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر خوښ دي او د الکترونیکي تذکرې درلودل د هېواد د هر وګړي لهپاره بنسټيزه اړتیا ګڼي.
دوي وايي؛ الکترونیکي تذکره زیاتې ګټې لري او ترلاسه کول یې د ټولو هېوادوالو لپاره اړین دي او په وینا یې، چې الکترونیکي تذکره د بېلابېلو دولتي او نادولتي خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د اوسني عصر مهمه اړتیا ده.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په مرکز او ولایتونو کې د الکترونیکي پیژندپاڼو وېش څانګو په پراخولو سره هڅه کوي چې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو د الکترونیکي پیژندپاڼو ترلاسه کول اسانه کړي.