د راپورونو له مخې، د چین په ختیځ کې پرون (شنبه، د نومبر۱۶مه) په یوه مسلکي انسټیټیوټ کې د چاقو برید شوی، چې ۸ کسان پکې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
دا پېښه په سیمهییز وخت د شنبې په ماښام رامنځته شوې ده.
پولیس وايي؛ بریدګر چې د همدې انسټیټیوټ پخوانی زدهکوونکی دی، نیول شوی.
د پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي، چې یاد کس په ازموینه کې ناکام او د فراغت تصدیق یې نه و ترلاسه کړی. نوموړي د غوصې څرګندولو په موخه په انسټیټیوټ کې برید کړی و.
تېره دوشنبه هم د چین په جنوب کې یوه کس ګڼ نور په موټر وهلي و، چې ۳۵ کسان پکې مړه او له ۴۰ زیات ټپیان شوي وو.
په تېر اکتوبر کې هم د یوه ۵۰ کلن سړي د چاقو په برید کې د درېیو ماشومانو په ګډون پینځه کسان ټپيان شوي وو.
دغهراز په تېر سپټمبر کې هم شانګهای کې د چاقو په برید کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان وو.