ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د بخت کمپل جوړولو کارخونه پرانیستل شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۷مه نېټه د کابل ښار په پلچرخي صنعتي پارک کې د بخت کمپل جوړولو کارخونه پرانیستل شوه.

په دغو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د خصوصي سکټور استازو هم ګډون کړی وو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل؛ په هېواد کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو او د فساد کچې په ټیټېدو سره اوسمهال د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ اسلامي امارت د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو په پلي کولو سره د داخلي صنایعو ملاتړ ته دوام ورکوي، چې دا د هېواد د ملي اقتصاد په پياوړتیا کې مهم رول لوبوي.

نوموړي وویل؛ د کورنیو صنایعو د ملاتړ په موخه دې کارخونې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د ۱۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت مهم ماشینونه اخیستل شوي، څو د پانګونې د لګښتونو فشار ورباندې کم شي.

په دغه کارخونه کې د هېواد له خامو موادو وړیو او پنبې څخه استفاده کېږي، چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاړوتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي چې د پانګونې کچې په زیاتېدو سره پر بهرنیو وارداتو تکیه راکمه او په کور دننه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

اقتصادي مرستیال د دې غونډې پر مهال پر ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ، چې د خپل هېواد د ابادۍ او اقتصادي ودې د پياوړتیا په موخه دلته پانګونه وکړي، اسلامي امارت ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړې او بشپړ ملاتړ یې کوي.

په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې کارخونې مسولینو ته مبارکي وویله او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه څو د منل شوو معیارونو په پام کې نیولو سره هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د بخت کمپلو جوړولو په دغه کارخونه کې شاوخوا ۹۳۰ میلیون افغانۍ پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د زر او په راتلونکي کې د پینځه زره کمپلو د تولید ظرفیت لري او اوسمهال یې شاوخوا ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.