د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع په مالیزیا کې د افغانستان له سفیر مولوي نقیب الله احمدي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي نقیب الله احمدي په مالیزیا کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو او له مالیزیا سره د افغانستان د مثبتو اړیکو په تړاو خپل راپور د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ته وړاندې کړی.
ډاکتر ملا عبدالواسع په مالیزیا کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو او هڅو قدرداني کړې او د لا ښه مثبت تعامل، اړیکو او فعالیتونو په اړه یې لازمې مشورې ورکړې دي.