ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۱۱۱ فلسطینیان شهیدان شوي

د غزې روغتیايي مسولین وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۱۱۱ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

په دې بریدونو کې د غزې په شمال بیت‌لاهیا ښار کې یو استوګنیزه ودانۍ هم په نښه شوې، چې لږ تر لږه ۵۰ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.

د غزې د دولتي رسنیو دفتر ویلي، چې اسرائیلي یرغلګرو په بیت‌لاحیا کې د جبري بې‌ځایه شویو فلسطیني کورنیو پر څو پوړیزه ودانۍ برید کړی.

د غزې روغتیايي مسولینو ویلي، چې د یاد برید ۳۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

دوی زیاته کړې، چې په دې برید کې لسګونه کسان ټپيان شوي او ګڼ نور تر ویجاړیو لاندې دي.

د فلسطین د ملکي دفاع ادارې ویلي، چې ژغورنکې ډلې د اسرائیلي رژیم د کلابندۍ له امله سیمې ته رسیدنه نه‌شي کولای.

له ۴۰ ورځو ډېره موده کېږي، چې صهیونیستي رژیم د غزې شمال کلابند کړی او پر بېلابېلو برخو کې یې ځمکني او هوايي بریدونه جاري ساتلي.

دا لومړی ځل نه دی چې بیت‌لاحیا کې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري استوګنیزې ودانۍ په نښه او ګڼ تلفات رامنځته کېږي. تېره میاشت هم صهیونیستي عسکرو په یاد ښار کې پر یوه ودانۍ برید وکړ، چې لږ تر لږه ۹۳ فلسطینیان پکې شهیدان شول.

له ۴۰ ورځو ډېره موده کېږي، چې اسرائیلي عسکرو د غزې شمال محاصره کړی او بیت‌لاحیا، بیت‌هانون او جبالیا کمپ کې یې ځمکني او هوايي بریدونه جاري ساتلي.

فلسطیني چارواکي وايي، چې په دې بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو په شمول ګڼ فلسطینیان شهیدان او ټپيان شوي؛ لسګونه زره نور له سختې لوږې سره لاس او ګریوان دي او خوړو، اوبو او درملو ته لاسرسی نه لري.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۳ زره او ۸۴۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۳ زره او ۷۴۰ نور ټپیان شوي دي.