د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دویم ملي نندارتون د کابل په بادام باغ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا پرانستل شو.
د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې یو شمېر لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
د پروګرام په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې د پروګرامونو او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو په نندارتون کې د نوښتګرو پروژو ته په اشارې سره وویل، دغه پروژې هر اړخيز ملاتړ ته اړتيا لري.
نوموړي په خپله پرانیستونکې وینا کې د نوښتګرو او مبتکرو کسانو د ملاتړ ترڅنګ د هغوی لپاره د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.
په یادې غونډه کې قاري عبدالستار سعید د ریاستالوزرا د مقام پیغام ولوست.
د ریاست الوزرا په پیغام کې ټینګار شوی، چې حکوت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له پروګرامونو او لاسته راوړنو څخه ملاتړ ته ژمن دی.
د پروګرام په دوام کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم وینا وکړه.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد پرمختګ په هېواد کې د تعلیمي سکتور ملاتړ ته اړتیا لري او افغانستان هم باید د علم او پوهې په ډګر کې لا ډېر پرمختګ وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اوس د دې وخت رارسېدلی چې هر کس په ځانګړې توګه ځوانان د هېواد د پرمختګ په لاره کې لا زیاتې هڅې وکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې نورو ويناوالو هم ويناوې وکړې.
نوموړو په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد یو له مهمو بنسټونو څخه ده او له پروګرامونو یې باید بشپړ ملاتړ وشي.
د غونډې په پای کې مسولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د محصلینو له پروژو څخه لیدنه وکړه او هغوی یې د هېواد د پرمختک په برخه کې وهڅول.
ټاکل شوې ده، چې دغه نندارتون به د ۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې دوام وکړي.