ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال له یو شمېر ملي سوداګرو سره لیدنه وکړه

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د مسولینو په شتون کې له یو شمېر ملي سوداګرو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو توکو پر ګمرکي تعرفې، د کورنیو تولیداتو د صادرولو په برخه کي د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کېدو، له اړوندو ادارو سره د سوداګرو په سته ستونزو او حل لارو، د مالیاتو د ورکړې په برخه کې پر اسانتیاوو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې.

دغه‌راز د ګمرکونو او عوایدو مرستیال سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د تل په څېر به د دوی اصولي غوښتنو ته رسېدنه کوي او له اړوندو ادارو سره به د حل په موخه د دوی ستونزي هم شریکي کړي.