د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس ریچارد ترینچارد سره په لیدنه کې د پرمختیایي پروژو پر اهمیت ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني وویل؛ د دې وخت رارسېدلی دی، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د بېړنیو پروژو ترڅنګ لویې پرمختیایي پروژې هم پلې کړي، ځکه چې بېړنۍ پروژې موقتي دي.
نوموړي همدا راز ټینګار وکړ؛ چې د کښت پر وخت اصلاح شوي تخمونه باید بزګرانو ته ورکړل شي او هغو کسانو ته دې دا مرستې په پام کې ونیول شي، چې د ځمکې او کښت شرایط یې پوره کړې وي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس ریچارد ترانچارد د یادې ادارې اصلي موخه د افغان بزګرانو او خلکو سره مرسته وبلله او ويي ویل، په راتلونکي کال کې پلان لري ۴۲ سلنه پرمختیایي پروژې په افغانستان کې پلې کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یو تخصصي اداره ده، چې د لوږې پر وړاندې د نړیوالې هڅې مشري کوي او موخه یې د ټولو خلکو لپاره د خوړو خوندیتوب او د باکیفیته خوړو برابرول دي، څو ټول خلک سالم او فعال ژوند ولري.