د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د MCCT او MJAM کمپنیو له رییسانو او مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
د کتنې پر مهال دMCCT کمپنۍ رییس لیو جون ویلي، چې افغانستان ته په راتګ یې د دې هېواد بڼه بدله ولیده، د خلکو ګنه ګوڼه او وضعیت یې هم ډېر مثبت وموند، چې دا وضعیت د اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ پایله ده.
نوموړي د تاریخي میراثونو د ساتنې او فرهنګي چارو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسلکي فعالیتونه ستایلي او د چین لخوا د رالېږل شوي تخنیکي هیئت سره د یاد وزارت له همکاريو څخه یې مننه کړې.
ښاغلي لیو جون زیاته کړې، چې د مسو د استخراج د پروسې په جریان کې دې د اطلاعاتو او کلتور او کانونو او پټرولیم وزارتونو ګډ پلاوی له دوی سره له نږدې کار وکړي، تر څو د استخراج په جریان کې فعالیتونو ته چټکتیا ور وبخښي.
ورپسې ښاغلي خيرخواه په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان او چین ګډ فرهنګي مشترکات لري او دواړو هیوادونو ته د مس عینک په ساحه کې د تاریخي آثارو ساتنه اړینه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپل تخنیکي ټیم په مټ له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ په مس عینک سیمه کې چارې مخته وړي.
په پای کې د راغلي پلاوي له لوري د دوی غوښتنې مطرح شوې، چې د ښاغلي خیرخواه له لوري ورته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ور کړل شوی دی.