د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا له عمومي منشي سرګي شویګو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نور الله نوري، د استخباراتو لوی ریيس ملا عبدالحق وثیق، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو ګډون درلود.
همدارنګه د فدراتیفې روسیې په پلاوي کې د لومړي وزیر مرستیال الکسي آویرچوک، د ملي امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر وینیدیکتوف، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، په کابل کې د روسیې سفیر او یوشمېر نورو مسولینو حضور درلود.
د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو کابل ته پخپل سفر خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې روسیه د مسکو-کابل ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې په بېلابېلو خصوصاً د ریل پټلۍ، ترانسپورټ، صنعت، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې بنسټيزې پروژې عملي کړي.
د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي په وینا؛افغانستان کې سیاسي او امنیتي پرمختګونه د دې لامل شوي چې روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله شي.
نوموړي ویلي؛ د روسیې فدراسیون غواړي چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي آویرچوک ویلي، چې مسکو او کابل د همکاریو د زیاتېدو او اړیکو د پراختیا غوره فرصتونه لري او اړتیا ده چې استفاده ورڅخه وشي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې مسکو به دغه هېواد ته د افغانستان په صادراتي توکیو ګمرکي تعرفه راکمه او یا ختمه کړي.
نوموړي وړاندیز کړی؛ هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د ترانسپورټ په برخه کې د همکاریو تفاهملیک لاسلیک او ډېر ژر به د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم پرانستل شي.
د روسیې مرستیال لومړي وزیر وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخولو او د بنسټیزو پروژو د پیل لپاره دې تخنیکي کاري کمېټې ایجاد شي.
مولوي عبدالکبیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې کابل ته د هغوی راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو ښکارندویي کوي.
هغه د روسیې له مثبت دریځ او په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان له موقف څخه د ملاتړ ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان له روسیې سره په مختلفو برخو کې د اړیکو او تعامل د پراخېدو لېواله دی.
د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت خپلې ملي ګټې او د خپل هېواد امنیت، ثبات او اقتصادي وده د سیمې له امنیت، ثبات او ښېرازۍ سره تړلي بولي.
هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.
دغهراز اسلامي امارت غواړي، چې د یوه مسؤل نظام په توګه په سیمهییزو فارمټونو کې معناداره حضور ولري او له سیمه ییزو هېوادونو سره له نېږدې کار وکړي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د اسلامي امارت په فتحې سره په افغانستان کې سراسري امنیت تامین دی، داعش ډله ځپل شوې، زورواکي، غصب، جرایم او نشه يي توکي له منځه تللي دي.
د دې تر څنګ اسلامي امارت په هېڅ هېواد کې جګړه نه غواړي، بلکې د سیمې د پرمختګ او ثبات لپاره اړتیا ده، چې له یوه بل سره همکاري وکړو او د تقابل پر ځای باید د خبرو اترو له لارې توافق ته ورسېږو.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو پراختیا او د سیمه ییزو پروژو عملي کول غواړي او لېواله دی، چې د روسیې سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې وکړي.