د افغانستان اسلامي امارت له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون لخوا د کابل د تېرې ادارې د یوه جنرال په ګډون څو تنو پخوانیو پوځیانو او ملکي مسولینو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکر الله ذاکر پخوانیو مسولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت د عمومي بښنې د فرمان پر بنسټ هیڅوک د پخوانۍ دندې او فعالیت له امله نه پوښتل کیږي.
مولوي ذاکر الله ذاکر ويلي؛ اسلامي امارت د انتقام فکر نه لري، بلکې په هېواد کې امن او وګړو ته د اسانتیاوو چمتو کولو لپاره هڅې کوي.
نوموړی د خبرو پر دوام څرګنده کړې، چې ټولې امارتې ادارې د خوندیتوب کارت لرونکو لپاره ځانګړی پام لري او همدارنګه د حقوقي ستونزو د حل لپاره یې ځانګړی تشکیل کار کوي.
دغه راز له بهر راغلو پخوانیو چارواکو د اسلامي امارت د بښنې د فرمان ستاینه کړې او ویلي یې دي، هېواد ته په راتګ سره د امن احساس کوي او له هیڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.
دوی په افغانستان کې شته امن اړتیا یاده کړې او یادونه یې کړې ده، چې د هېواد د ابادۍ په موخه له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.