د افغانستان بانک وايي؛ د خلکو لپاره په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یې د ۸۴۰ میلیونه او ۶۵۰ زره افغانیو په ارزښت له مرکز، ځتیځ زون (ننګرهار) او جنوب ختیځ زون (ګردیز) څخه راټول شوي د افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول.
دا بانکنوټونه د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته وسوځول شول.
په دې بانکنوټونو کې د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانۍ انواعیې شاملې وې.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند د افغاني بانکنوټونو د سمې ساتنې او کارونې په برخه کې د هېوادوالو همکاري مهمه وګڼله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د افغانۍ د بانکنوټونو له ژر زړېدو څخه د مخنیوي په برخه کې له پاملرنې څخه کار واخلي، د سمې ساتنې په موخه یې بټوې وکاروي او په غوړو او ککړو لاسونو يې له کارولو څخه ډډه وکړي ځکه چې په بیا ځلې چاپولو یې ډېر لګښت راځي.
د یادونې وړ ده، چې دا بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو استازو په شتون کې له بارولو وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا په مخصوصو بټیو کې په یو وار وسوځول شول.