د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو او د مالیې وزارت د ګمرکونو مرستیال ملا ناصر اخوند او مسلکي کارکونکو حضور درلود.
په پیل کې د مالیې وزارت د ګمرکونو مرستیال د تېر کال د عوایدو او هدف په پرتله د حقيقي، مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو او ګمرګي محصولاتو راټولو د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړ.
همداراز په غونډه کې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې، بودیجوي کوډونو او په راتلونکي کال کې د کسر د رفع کولو په اړه هراړخیز بحثونه ترسره او په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

