ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمیسیون غونډه ترسره شوه

د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کمېسیون غړو او د مالیې وزارت د ګمرکونو مرستیال ملا ناصر اخوند او مسلکي کارکونکو حضور درلود.

په پیل کې د مالیې وزارت د ګمرکونو مرستیال د تېر کال د عوایدو او هدف په پرتله د حقيقي، مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو او ګمرګي محصولاتو راټولو د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړ.

همداراز په غونډه کې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې، بودیجوي کوډونو او په راتلونکي کال کې د کسر د رفع کولو په اړه هراړخیز بحثونه ترسره او په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.