ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر له ملي سوداګرو څخه د لویو اقتصادي پروژو د تمویل په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له مسولینو او ملي سوداګرو سره لېدنه کړې.

په دې لیدنه کې له شبرغانه تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندې سیمې پورې د ۵۰۰ کېلو ولټه برښنا د مزي غځولو پروژې د تمویل په اړه خبرې شوې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې ښاغلي برادر په‌دې لېدنه کې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د کورني صنعت رول اړین ګڼلی او له هغوی یې د لویو اقتصادي پروژو د تمویل او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
یاد دفتر زیاتوي، دغو مسولینو او سوداګرو د چمتوالي ډاډ ورکړی، چې د مزي غځېدو د پاتې چارو د بشپړېدو د تمویل لپاره د برښنا په بېلونو کې د افغانستان برښنا شرکت ته ۱۰ سلنه زیاتې پیسې ورکړي.