ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د جاپان سفیر: د جي 7 هېوادونو په غونډه کې به له افغانستان سره د همکاري په موخه غږ اوچت کړو

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره لیدلي.
په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ښاغلي تاکاشي اوکاتا ویلي، چې افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد مخنیوي او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.
ښاغلي او کاتا ډاډ ورکړي، چې د جي ۷ هېوادونو په غونډه کې به له افغانستان سره د همکاریو او مثبت تعامل لپاره غږ اوچت کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې په افغانستان کې له څلویښت کلنې جګړې وروسته سراسري امنیت تامین شوی، له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نشته او نه هم چاته اجازه ورکوي، چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په حاکمیت سره د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق مخه نیول شوې او د کانون د استخراج په برخه کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، د جاپان په ګډون ټول هیوادونه کولای شي په دې برخه کې پانګونه وکړي.
ښاغلی حنفي د جاپان له سفیر غوښتي، چې د کوکنارو د بدیل او تکنالوژۍ په برخو کې له افغان بزګرو سره مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت پر خبرو اترو باور لري او له ټولو هېوادونو سره د تعامل پر اساس ښې اړیکو غواړي.
همدار راز اداري مرستیال له بین المللي ټولنې او جاپان غوښتي، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.