ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: اسلامي امارت راستنېدونکو صنعت‌کارانو او پانګوالو ته ځمکې، امتیازونه او اسانتیاوې په پام کې نیولي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ کال د مرغومي میاشتې په ۲۷مه نېټه (په افغانستان کې پانګونې ته بلنه) تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

په دې کنفرانس کې د کابینې یو شمېر غړو، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو، د نړیوالو بنسټونو استازو، ملي سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور استازو هم شتون درلود.

ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل؛ اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او دغه راز د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اساسي ګامونه اخیستي.

په همدې موخه د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ حفظه الله د ۳مې او ۷مې ګڼې فرمانونو له مخې د صنعتي ساحو قانون او د راستنېدونکو صنعت‌کارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو تنظیمولو طرزالعمل منظور شوی دی.

د ښاغلي برادر اخوند په وینا، د صنعتي ساحو قانون اصلي موخه د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د افغانستان اقتصاد ته وده ورکول او د خصوصي پانګونې د جلب لپاره د زمینې برابرول دي.

همداراز د راستنېدونکو صنعت‌کارانو او سوداګرو لپاره د جوړ شوي طرزالعمل له مخې ټول صنعت‌کاران او سوداګر پر نورو امتیازونو سربېره د کارکوونکو له مالیې پرته له نورو مالیاتو څخه د پینځو کلونو او همداراز پر ټولو وارداتي ماشین الاتو او وسایلو یې هم ګمرکي محصول ورته معاف شوی دی.

د دوی په غوښتنه فني بهرنیو کارکوونکو او انجنیرانو ته دوه کلنې ویزې هم ورکول کېږي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ له دې څخه د اسلامي امارت موخه دا ده څو په کور دننه او له هېواد څخه بهر افغان صنعت‌کاران او پانګوال په خپل هېواد کې پانګونې ته وهڅوي چې په مرسته به یې صنعت پرمختګ وکړي، هېوادوالو ته به کاري زمینه برابره او د کورني تولید کچه به زیاته شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د خصوصي سکټور ملاتړ ته په اشارې سره وویل؛ اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې، چې هغه په کور دننه تولیدیږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولی شي.

د دې تر څنګ ټولو امارتي ادارو ته لارښوونه شوې، چې د خپلو خریداریو پرمهال کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.

پر دې سربېره له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق هم جوړ شوی، چې په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کور دننه او بهر کې مېشت افغان صنعت‌کارانو او پانګوالو څخه وغوښتل څو خپل صنعت او پانګه افغانستان ته را انتقال او د هېواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړي.

اسلامي امارت دوی ته د اړتیا پر مهال د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.