ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزارت د نوی وزېر په توګه دنده پیل کړه

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ریاست الوزرا مخکني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوې ناستې په ترڅ کې د کډوالو چارو وزارت کارکوونکو ته د وزیر په توګه معرفي او دنده یې پیل کړه.

په دې ناسته کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزېر شیخ محمد خالد حنفي، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د کډوالو چارو وزارت مرستیالانو او رییسانو ګډون کړی وو.

د چارو د ادارې لوي رییس ولس او اسلامي نظام ته خدمت د اسلامي امارت د مشرانو او مسولینو موخه وبلله او زیاته یې کړه، چې مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې او قربانۍ ورکړې دي او د نوموړي تجربه او وړتیا به د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر کړنو مثبت اغېز وکړي.

همدارنګه شیخ محمد خالد حنفي د اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د مولوي عبدالکبیر د بریالیو دندو ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه، چې اطاعت د تقوا بېلګه او د اسلامي امارت یو اصل دی.

مولوي عبدالکبیر د شهید الحاج خلیل الرحمان حقاني روح ته دعا وکړه، او د کډوالو په برخه کې یې د نوموړي ښه مدریت او هلې ځلې وستایلې.

مولوي عبدالکبیر د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کډوالو چارو د وزېر په توګه د نوموړي په ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړه او وې ویل هڅه کوي څو د نوې دندې له لارې اسلامي نظام او افغانانو ته د لاغوره خدمت جوګه شي.

نوموړي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکو ته د تېر په څېر په کارونو کې د اخلاص سپارښتنې وکړې او یادونه یې وکړه، چې په ګډ به د یوه پیاوړي ټیم په توګه د وزارت چارې او مسولیت په ښه توګه پر مخ یوسي.

په پای کې مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت له چارو خوښ دي او هڅې به وکړي چې افغان کډوالو ته لاښه خدمات وړاندې کړي.