ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د روغتیايي سکتور ظرفیت لوړول د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره مهم دي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي خدماتو د ظرفیت لوړونې سمینار د پای مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

نوموړي په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د روغتیايي کارکوونکو پر مسلکي وړتیاوو د پانګونې او د خدمتونو د کیفیت پر ښه والي ټینګار وکړ.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، دغه سیمینار د کورنیو چارو وزارت د روغتیايي خدماتو عمومي ریاست له لوري په ۳۰۰ بستریز روغتون کې جوړ شوی و او د بېلابېلو ادارو استازو او د یاد ریاست ولایتي مسولینو هم پکې ګډون کړی و.

مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیايي سکتور ډاکټران او کارکوونکي د ټولنې خدمتګاران وبلل او ویې ویل، د هېواد د تېرو څو لسیزو جګړو له امله روغتیايي سکټور له ګڼو ننګونو سره مخ شوی، نو ځکه اړینه ده چې د دغه سکټور کارکوونکي خپلې مسلکي وړتیاوې لوړې او ځانونه په اړینو مهارتونو سمبال کړي.

دغه‌راز نوموړي له ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل وغوښتل، چې له ناروغانو او د هغوی له پایوازانو سره ښه چلند وکړي او د دقیق تشخیص له لارې د هغوی درملنه یقیني کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې د اسلامي امارت له لوري د روغتیا سکتور د ملاتړ او پیاوړتیا ډاډ ورکړ او وې ویل، د اسلامي امارت مسولین به په دې برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.