ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزارت: په ۲۰۲۲ کال کې هېواد کې تر۱۲۵ زره ډېر کسان په ملاریا ناروغۍ اخته شوي

د اپریل ۲۵ مه د ملاریا ناروغۍ نړیواله ورځ ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په هېواد کې تر ۱۲۵ زره ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي.

دغه ناروغي د یو ډول غوماشي په چیچلو انسانانو ته لیږدول کیږي، چې روغتياپال يې د ژغورنې له پاره د چاپېريال پر پاکۍ او خونو ته د جاليو په لګولو ټينګار کوي

  روغتیايي کارپوهان وايي، د دې ناروغۍ د ډېرېدو لاملونه ولاړې اوبه، ګرمه هوا، د روغتیايي سپارښتنو په تړاو نه پوهاوی او د پاکوالي نه مراعتول دي.

د دوی په وینا، ملاریا یو له خطرناکو ویروسونو څخه دی چې د میاشو د چیچلو له لارې د انسان بدن ته داخلیږي.

د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت وايي، په ۲۰۲۲ کال کې د دغې ناروغۍ کچه زیاته شوې وه چې د ۲۰۲۱ کال پرتله د ملاریا ناروغي ۴۵ سلنه لوړه شوې وه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، تېر کال یې په هغو سیمو کې چې له دغې ناروغۍ سره مخ دي ۲ میلیونه پشه خانې وېشلې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۰۷کال کې، د ملاریا ناروغۍ د پوهاوي او کنټرول په موخه د اپریل۲۵ مه د ملاریا ناروغۍ د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.