۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه نیټه څو تنو پردي پالو کمونستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه، چې په هېواد کې د ډيرو ناورینونو او بد مرغیو لامل شو.
دغو بیګانه پرستو څیرو د افغان مسلمان او مجاهد ملت د مقدساتو او اسلامي ارزښتونو په وړاندې په جنایتونو لاس پورې کړ، خو لله الحمد زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندې قیام وکړ او دا جهادي مبارزه، چې له بې سارې قربانیو سره مله وه، ۱۴ کاله روانه وه.
د دې سختې او درنې مبارزې په لړ کې د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت هم ډير درانه تلفات و ګالل، نږدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلینونه نور له بېلابېلو مشکلاتو سره مخامخ شول، چې بالاخره وروسته له څوارلسو کالو د کمونیزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالګرو زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونستي اداره را نسکوره او هېواد په بشپړه توګه ازاد کړي.
د ۱۳۷۱ هـ ش د ثور ۸ نیټه د افغان ملت د بري، ازادي او نجات ورځ ده، چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ اولس او هیواد د کمونیزم له ښامار څخه نجات حاصل کړ.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې د ثور د ۷ کودتا او توره ورځ غندي، د ثور د ۸ ورځ لمانځي او د هیواد د آزادۍ ورځ يې بولي.
دا چې زموږ هېواد تازه له امریکایي اشغال څخه آزاد شوی، اسلامي نظام قائم شوی؛ نو اسلامي امارت به هم نهایت تلاش کوي، تر څو د دې ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضائع نشي او په هېواد کې د شهیدانو ارمان اسلامي نظام په بشپړه توګه نافذ شي.
اسلامي امارت به هڅه وکړي، چې د افغان ولس د ټولو جهادونو آرمانونه لکه څنګه چې لازمه ده وپالي او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د آبادۍ او رفاه لپاره ښه زمینه مساعده کړي .