د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې معینیت د سروې او تحلیل رییس مولوي عبدالحق مطیع د کوکنارو او نورو نشهیي توکو د کښت د بندیز په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د صادر شوي فرمان بشپړ عملي کولو په موخه د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد سره د یاد ولایت په مقام کې لیدنه وکړه.
ښاغلي مطیع په خپلو خبرو کې وویل، چې د سروې لپاره منظمو ټیمونو ته دنده سپارل کېږي، ترڅو د کابل ولايت په ټولو سیمو کې د کوکنارو د کښت د ارزوني په موخه سروې ترسره کړي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې معینیت د تحلیل او سروې رییس مولوي عبدالحق مطیع زیاته کړه، چې په دې سروې کې به د خلکو ستونزې هم و ارزول شي، ترڅو د بدیل کښت او خلکو دکار لپاره یو منظم پلان جوړ او په عملي کولو سره به یې د خلکو اقتصادي ستونزې هوارې شي.
راغلي باصلاحیته پلاوي ټینګار وکړ، چې د کوکنارو د کښت بندیز په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۳۱ مه ګڼه صادر شوی فرمان د پلي کولو په برخه کې هیڅ ډول عذر دمنلو وړنه دی او په جدي ډول به عملي شي.
کابل والي شیخ محمد قاسم خالد راغلي با صلاحیته پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نشهیي توکو د بندیز په برخه کې د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله فرمان هرکلی وکړ.
کابل والي د یاد پلاوي وروستی اقدام هم وستایه او په ياده برخه کې يې د پوره همکاري ډاډ ورکړ.

