مالیې وزارت وایي، چې د بي اسنادو (یوه کیلي) موټرو د ثبت او محصول پروسه د هېواد په ټولو ګمرکونو کې په عادي ډول په چتکۍ سره روانه ده.
د یاد وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، چې په تېرو لسو میاشتو کې یې زرګونه د افغانستان لاس بېاسناده موټر ثبت او محصول کړي او دغه لړۍ د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه تمدید شوې هم ده.
دغه راز اقتصادي کارپوهان د افغانستان لاس بېاسناده موټرو ثبت او محصول د هېوادوالو او حکومت په ګټه بولي او وايي، چې له دې سره به د هېواوالو موټر قانوني اسناد تر لاسه او د دولت په عوایدو کې به هم زیاتوالي راشي.
له بل لوري کابل ښاریان له دولت غواړي، چې بې اسناده موټر ثبت کړي تر څو په ښارونو کې د ګڼې ګوڼې او بې نظمیو مخه ونیول شي.
د مالیې وزارت د ویاند په وینا؛ د بېاسناده موټرو د محصول لپاره د افغانستان اسلامي امارت له لوري د مالیې او محصول د ورکړې په برخه کې د موټرونو ماډل ته په کتو بېلابېلې ګټګورۍ تخفیف هم په نظر کي نیول شوی دی.