د اقتصاد وزارت په یوې نشر کړې اعلامیې کې وايي؛ د سیګار ادارې په نوي خپاره شوي راپور کې، چې په تیرو څه د پاسه درېیو کلونو موده کې د امریکا لخوا د ۳.۷۱ ملیارده ډالرو لګښتونو ته اشاره شوې په اقتصادي وضیعت یی د پام وړ اغیزې ندې پریښې.
اعلامیه زیاتوي؛ دا مالي منابع دوی خپلو نړیوالو مؤسسو ته په واک کې ورکړې، چي ډیره برخه یې د دوی خپلو لګښتونو لپاره کارولې او پاتې یې د بشري مرستو تر عنوان لاندی په بېلابېلو برخو کې خلکو ته ځانګړې کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا لخو د مالي او اقتصادي تحریمونو سربیره تر ۹ میلیارده ډالرو زیاتې زمونږ اسعاري زیرمې چې د افغانانو شتمني ده کنګل شوي، چې زمونږ ملي اقتصاد یې اغیزمن کړی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د امریکا لخوا د دغو زیرمو تخصیص، کارولو او لیږد په اړه هر ډول اقدام د منلو وړ نه دی، مونږ د نړیوالې ټولنې او هېوادونو څخه غواړو چی دا مالي سرچینې د افغانستان مرکزي بانک ته وسپارل شي ترڅو د پولي ثبات د ساتلو، د مالي سیستم د پیاوړتیا، له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا او د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره ترې ګټه پورته شي.